۰

برېتانیا له افغانستان سره د سولې او پرمختګ لپاره همکاري ډېروي

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره د سولې، پرمختګ او بشري مرستو په برخه کې همکاري کوي.
برېتانیا له افغانستان سره د سولې او پرمختګ لپاره همکاري ډېروي
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره د سولې، پرمختګ او بشري مرستو په برخه کې همکاري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په همدې تړاو دوی د افغانستان له ملاتړ هېوادونو سره غونډه درلوده.

سرچینه وایي، په دغه غونده کې برېتانوي چارواکو د افغانستان له هغو ګڼو نړیوالو ملاتړو سره خبرې کړې، چې افغانستان کې په بېلا بېلو برخو او پروژو کې همکاري کوي.

په اعلامیه کې راغلي، په غونده کې د افغانستان پر اوسني سیاسي او امنیت وضعیت خبرې شوې او په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وبلل شو.

اعلامیه کې ټينګار شوی، چې ټول ملاتړي هېوادونه باید د بشري مرستو، سولې، ټاکنو او پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري ډېره کړي.

سرچینه وايي، ملاتړو هېوادونو هم ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې د ښې راتلونکې لپاره هېڅ راز هڅې نه سپموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي