۰

مخکنی ولسمشر غني د افغانستان تېر ۲۰ کلن دور په ځانګړې کتنه بوخت دی

یکشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۹
د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د چارو ادارې مطبوعاتي مسوول محبوب شاه محبوب هغه اوازې رد کړې، چې ګنې محمد اشرف غني نظر بند دی.
مخکنی ولسمشر غني د افغانستان تېر ۲۰ کلن دور په ځانګړې کتنه بوخت دی
د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د چارو ادارې مطبوعاتي مسوول محبوب شاه محبوب هغه اوازې رد کړې، چې ګنې محمد اشرف غني نظر بند دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محبوب پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ښاغلي غني نظر بند نه دی، د وطن حالات له نېږدې څاري او ټول ملاقاتونه او اړیکې یې د کوربه هېواد د ديپلوماتیک عرف او اصولو له مخې تنظیمېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي غني دا مهال تېر ۲۰ کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې څه موده داسې آوازې خپرې شوې، چې ګڼې محمد اشرف غني نظر بند دی او له هېڅ رسنۍ سره د خبرو اجازه نه لري.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېدل، چې د ښاغلي غني په فسبوک او ټوېټر پاڼه هم بندیزونه لګول شوي، خو وروسته نوموړي له خپل ټوټټر پاڼې څو پیغامونه خپاره کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي