مخکنی ولسمشر غني د افغانستان تېر ۲۰ کلن دور په ځانګړې کتنه بوخت دی

9 عقرب 1400 ساعت 8:59

د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د چارو ادارې مطبوعاتي مسوول محبوب شاه محبوب هغه اوازې رد کړې، چې ګنې محمد اشرف غني نظر بند دی.


د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د چارو ادارې مطبوعاتي مسوول محبوب شاه محبوب هغه اوازې رد کړې، چې ګنې محمد اشرف غني نظر بند دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محبوب پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ښاغلي غني نظر بند نه دی، د وطن حالات له نېږدې څاري او ټول ملاقاتونه او اړیکې یې د کوربه هېواد د ديپلوماتیک عرف او اصولو له مخې تنظیمېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي غني دا مهال تېر ۲۰ کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې څه موده داسې آوازې خپرې شوې، چې ګڼې محمد اشرف غني نظر بند دی او له هېڅ رسنۍ سره د خبرو اجازه نه لري.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېدل، چې د ښاغلي غني په فسبوک او ټوېټر پاڼه هم بندیزونه لګول شوي، خو وروسته نوموړي له خپل ټوټټر پاڼې څو پیغامونه خپاره کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 144132

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144132/

جمهور
  https://www.jomhornews.com