د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له طالب چارواکو سره لیدنه کې ویلي، ډېر ژر به د ټاپي پروژې رغنیزې چارې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرادوف نن شنبې د لړم ۸ مه سهار مهال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او ارګ کې یې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او نورو طالب چارواکو سره ولیدل.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې هېواد یې په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او دوی به له افغانستان سره خپلو پراخو او بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د اسلامي امارت له خوا خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، ښاغلي مرادوف په دوه استقامتونو کې د ترکمنستان او جوزجان او ترکمنستان – هران پورې د رېل پټلۍ د جوړېدو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې به یې ژر پیل شي.
دغه راز نوموړي ویلي، له ترکمنستان څخه تر هرات پورې به د ۵۰۰ ولټه بريښنا د انتقال لپاره هم د نوی لين پر جوړيدو کار پیل شي، تر څو د بریښنا انتقال ته زمینه برابره شي.
باید و ویل شي، چې ښاغلي مرادوف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم لیدلي دي او ټینګار یې کړي، چې ترکمنستان له افغانستان سره د هر اړخيزو اړيکو پياوړي کولو او دوامداره همکاريو ته چمتو دی.
جمهورخبري آژانس:کابل