د کندهار د هوايي ډګر اداره وايي، د دغه ولایت هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن یکشنبې د تلې ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار هوايي ډګر داخلي او بهرنیو پروازونو ته چمتو شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دا مهال داخلي الوتنې له دغه میدانه په منظم ډول تر سره کېږي.
د یادونې ده، چې د مخکني حکومت له پرځېدو او طالبانو واک ته رسېدو سره سم د افغانستان ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې بندې شوې وې.
خو په دې وروستیو کې ځینې هوايي ډګرونه بېرته ترمیم او پروازونه ترې پیل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل