د کندهار هوايي ډاګر داخلي او بهرنیو الوتنو ته چمتو شو

11 میزان 1400 ساعت 14:29

د کندهار د هوايي ډګر اداره وايي، د دغه ولایت هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو شوی دی.


د کندهار د هوايي ډګر اداره وايي، د دغه ولایت هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن یکشنبې د تلې ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار هوايي ډګر داخلي او بهرنیو پروازونو ته چمتو شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي دا مهال داخلي الوتنې له دغه میدانه په منظم ډول تر سره کېږي.

د یادونې ده، چې د مخکني حکومت له پرځېدو او طالبانو واک ته رسېدو سره سم د افغانستان ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې بندې شوې وې.
خو په دې وروستیو کې ځینې هوايي ډګرونه بېرته ترمیم او پروازونه ترې پیل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com