۰

پاکستاني طالبانو د عمران خان خبرې رد کړې

شنبی ۱۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۲
پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د پاکستان د لومړي وزیر هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې د دوی او د پاکستان د حکومت تر منځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب خبرې روانې دي.
پاکستاني طالبانو د عمران خان خبرې رد کړې
پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د پاکستان د لومړي وزیر هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې د دوی او د پاکستان د حکومت تر منځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب خبرې روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د پاکستان له حکومت سره اوربند نه دی اعلان کړی.

پاکستاني طالبانو ټینګار کړي، چې وی یوازې پر هغو مذاکراتو باور لري، چې پر مټ یې په پاکستان کې بشپړ شرعي نظام ټینګ شي.

د یاد تحریک یوه ویاند ویلي، دوی یوه متحده ډله ده او د مذاکراتو په اړه یې پالیسي هم روښانه او یوه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې عمران خان له یوه ترکي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی او پاکستاني طالبانو تر منځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب خبرې روانې دي.

عمران خان دا هم ویلي دي، چې که پاکستاني طالبان تسلیم شي نو دوی به ورته بښنه وکړي او کولی شي د عادي خلکو په توګه ژوند وکړي.

ده دا هم ویلي و، چې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې له خپلو وسله والو غوښتي، چې د اکتوب تر شملې پورې اوربند وکړي.

خو د ټي ټي پي یوه ویاند ویلي، دوی یوه ډله ده، چې تر اوسه یې اوربند نه دی اعلان کړی.

د ټي ټي پي ویاند له خپلو وسله والو غوښتي، چې د بریدونو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي