۰

د امریکايي سناتورانو له مسودې د پاکستان ورخطايي، د طالبانو ملاتړ مو نه دی کړی، بندیزنه مه لګوی

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۴
له هغې وروسته چې د ۲۲ امریکايي سناتورانو له خوا د طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د پلټنو او بندیزونو مسوده جوړه شوې، پاکستاني چارواکو وار و پار خطا کړی دی.
د امریکايي سناتورانو له مسودې د پاکستان ورخطايي، د طالبانو ملاتړ مو نه دی کړی، بندیزنه مه لګوی
له هغې وروسته چې د ۲۲ امریکايي سناتورانو له خوا د طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د پلټنو او بندیزونو مسوده جوړه شوې، پاکستاني چارواکو وار و پار خطا کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د دغه جمهوري پلوه سناتورانو مسودې ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم غبرګون ښودلی دی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د طالبانو هېڅ ډول پوځي ملاتړ نه دی کړی، بلکې دا ډله یې د امریکا په غوښتنه د سولې مذاکراتو ته کېنولې دي.

شیخ رشید ټینګار کړي، چې هېواد یې د طالبانو ملاتړ نه دی کړي، خو امریکايي سناتورانو په دې اړه ناسم تورونه لګولي دي.

تر رشید وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم د امریکايي سناتورانو دغه مسودې ته غبرګون ښودلی وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند افتخار ویلي و، پر دوی د بندیزونو د وضع کولو ياده لايحه د امريکا او پاکستان د همکارۍ د روحيې پر ضد ده او بايد تعقیب نه شي.

ده زیاته کړې وه، «موږ دا ډول یادونې د افغانستان د سولې د پروسې او له افغانستانه په وروستیو کې د امریکایانو او نورو ملتونو د ایستلو په شمول له ۲۰۰۱ څخه د افغانستان پر سر د پاکستان او امریکا د همکارۍ د روحیې خلاف بولو.»

دغه راز د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم د امریکايي سناتورانو پر دې مسوده نیوکه وکړه او په هغه کې یې د هند لاس وباله، چې په وینا یې غواړي د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې خرابې کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تمه وښوده، چې د امریکا د کانګرېس اکثریت غړي به دا لایحه رد کړي.

د یادونې ده، چې ۲۲ امریکايي جمهوري پاله سناتورانو یوه مسووده ترتیب کړې، چې پر بنسټ یې باید له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه پلټنې وشي او دغه راز پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو د بندیزونه ولګول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي