۰

امریکا ۵۰ زره نور افغان کډوال هم مني

شنبی ۱۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۹
امریکايي چارواکي اټکل کوي چې د کابل له سقوط وروسته به لږ تر لږه پنځوس زره نور افغانان هم په امریکا کې ومنل شي.
امریکا ۵۰ زره نور افغان کډوال هم مني
امریکايي چارواکي اټکل کوي چې د کابل له سقوط وروسته به لږ تر لږه پنځوس زره نور افغانان هم په امریکا کې ومنل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا د کورني امنیت وزیر الېجاندرو مایورکاس پرون جمعه د وږي ۱۲ مه کړې ده.

نوموړي ویلي، امریکا د افغانانو په ایستلو کې پر خپله ژمنه ولاړه ده خو په وینا یې دا د څو اونیو خبره نه ده.

ده زیاته کړې« موږ پر خپله ژمنه ولاړ یو. دا د راتلونکو څو اونیو خبره نه ده بلکې تر هغه وخته خوب او ارام ونه کړو چې دې هدف ته رسېدلي نه یو.»

دا د امریکا د هغو ژمنو یوه برخه ده چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې له هغو افغانانو سره کړې وه چې ژوند یې د طالبانو په واکمنۍ کې تر ګواښ لاندې دی.

د یادونې ده، چې امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال کابو ۱۳۰ زره کسان هم ایستلي، چې د بایډن په وینا دا د اېستلو عملیات د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري.

ډېری دا خلک اوس هم په جرمني، اسپانیا، کویټ، قطر او نورو هېوادونو کې دي او تمه ده چې له امنیتي چک وروسته به امریکا ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي