د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي، په تېرو اونیو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي افغان ماشومان اغېزمن کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونیسف نن یکشنبې د وږي ۷ مه په یوه راپور کې ویلي، ګڼ شمېر ماشومان له خپلو ښوونځیو بې ځایه شوي او روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.
یادې ادارې امنیتي کړکېچ، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، کرونا او راتلونکی سخت ژمنی د افغان ماشومانو په وړاندې نور ګواښونه بللي دي.
دغه صندوق وايي، که رامنځته شوی وضعیت دوام پیدا کړي، د دوی د اټکل له مخې تر پنځو کلونو کم عمره یو میلیون افغان ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
یونیسف زیاته کړې، د دې ترڅنګ په دغه هیواد کې څه باندې ۴ میلیون افغان ماشومان له ښوونځيو محروم دي چې ۲.۲ میلیون یې نجونې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره زیاتوي، په افغانستان کې د جګړو او وچکالۍ له امله ۳۰۰زره ماشومان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.
دغه صندوق له افغانستان سره د ځینو بنسټونو د مرستو د بندولو په اړه اندېښنه ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې اړمن افغان ماشومان به یوازې پرې نږدي.
د یادونې ده، یونیسف تیره اونۍ همدارنګه وویل چې په افغانستان کې ۱۰ میلیون ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د یونیسف په وینا افغان ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي او په خبره یې د خوراکي او روغتیايي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل