۰

د افغان ښوونکو معاشونه یونیسف ورکوي

پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، هڅه کوي د یوه ځانګړي سیستم پر مټ د افغان ښوونکو معاشونه په مستقیمه توګه ورکړي.
د افغان ښوونکو معاشونه یونیسف ورکوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، هڅه کوي د یوه ځانګړي سیستم پر مټ د افغان ښوونکو معاشونه په مستقیمه توګه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې د ښوونې او روزنې د برخې مسوول جینیت فوګلار وايي، یونېسف به په مستقیم ډول افغان ښوونکو ته معاش ورکوي پرته له دې چې دا پیسې د چارواکو له لارې معلمانو ته وسپاري.

نوموړي ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره مرسته کوي او پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو یې هم غږ کړی چې افغان ماشومان ناهیلي نه کړي.

سرچینه وایي په افغانستان کې د تعلیم د دوام او ملاتړ یوازینۍ لار دا ده چې له ښوونکو سره مرسته وشي او ښوونځي فعال وساتل شي.

یونسیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان ښوونکو له میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي