د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام قوماندان جنرال فرانک مکنزي چې کابل کې د امریکايي ځواکونو مسوول هم دی کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مکنزي پرون سه شنبې د زمري ۲۶ مه په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.
نوموړي ویلي، دوحه کې یې له طالبانو مشرانو سره د کابل څخه د امریکایانو د وتلو په اړه خبرې کړې او توافق ته رسېدلی دي، چې د وتلو پروسه په چټکۍ روانه ده.
دی وايي، طالبانو ته یې ویلي، چې پام یې وي، د وتلو پر مهال کوم خنډ جوړ نه کړي او ورته څرګنده یې کړه، چې پر امریکايي ځواکونو برید به سخت غبرګون ولري.
جنرال مکنزی زیاته کړې، د غیر نظامي امریکایانو او د دوی د شریکانو امنیت ورته لومړیتوب لري او د ایستلو لپاره به یې ګټور ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، هغه غیرنظامي کسانو ته چې کابل هوایي ډګر ته له افغانستان څخه د وتلو په موخه ورځ اجازه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل