۰
جنرال مکېنزي:

​​​​​​​د افغان ځواکونو په ملاتړ به پر طالبانو هوايي بریدونه دوام ولري

دوشنبه ۴ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۴
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کېنزي وايي، دا چې طالبانو بریدونه زیات کړي، نو پر ضد به یې د افغان ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوايي بریدونه هم دوام وکړي.
​​​​​​​د افغان ځواکونو په ملاتړ به پر طالبانو هوايي بریدونه دوام ولري
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کېنزي وايي، دا چې طالبانو بریدونه زیات کړي، نو پر ضد به یې د افغان ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوايي بریدونه هم دوام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مکېنزي پرون یکشنبې د زمري ۳ مه کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې دوی په دې وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه زیات کړي دي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړې، چې که طالبان خپلو بریدونو او جګړې ته دوام ورکړي نو پر وړاندې به یې د افغان ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوايي بریدونه پرې څو برابره زیات شي.

هغه و ویل«که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي مو به هم پرې هوايي بریدونه زیات کړو.»

دغه امریکايي جنرال دا خبرداری هم ورکړ، چې افغان حکومت سختې ورځې په مخ کې لري، ځکه یې طالبان هڅه کوي، چې د بري او فتح حس رامنځ ته کړي، خو په وینا یې د طالبانو دا فکر علت دی او بریا یې امکان نه لري.

جنرال مکېنزي دا هم زیاته کړه، چې د امریکايي ځواکونو تر مکمل وتلو وروسته به هم امریکا له لرې د افغان هوايي ځواک لوژجستکي ملاتړ ته دوام ورکړي.

دی وايي، د امریکا هوايي ځواک به دا وړتیا هم وساتي، چې له لرې وکولی شي افغانستان کې داعش او القاعده ډلو پر ضد بریدونه تر سره کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وایي، راتلونکو ورځو او اونیو کې به معلومه شي، چې افغان حکومت کولی شي په یوازې ځان د طالبانو بریدونه دفع کړي.

دی زیاتوي، فکر نه کوي، چې دا کار به اسانه وي، خو ټینګار کوي، چې دا هم نه مني، چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي.

د یادونې ده، چې مکېنزي او ورسره پلاوي پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وکتل او  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ او امنیتي وضعیت پر ښه کېدو یې ورسره خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي