۰

جنرال مکېنزي:افغانستان کې د القاعده شبکې غړي زیات شوي

شنبی ۲۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۶
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکېنزي ادعا کړې، چې افغانستان کې د القاعده شبکې فعالیتونه زیات شوي دي.
جنرال مکېنزي:افغانستان کې د القاعده شبکې غړي زیات شوي
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکېنزي ادعا کړې، چې افغانستان کې د القاعده شبکې فعالیتونه زیات شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مکېنزي له اسوشېټېډ پرس سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د القاعده د غړو شمېر هم زیات شوی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو او استتخباراتو له وتلو وروسته په افغانستان کې د القاعده او نورو سختدریځو ډلو څرک لګول سخته شوي دي.

دی وايي، د پخوا په پرتله یې په افغانستان کې د سختدریځو ډلو د څرک معلومولو وړتیا ښايي اوس شاوخوا یو یا دوه سلنه وي. خو که ناممکنه نه وي نو ډېره سخته ده چې یقیني کړي القاعده یا اسلامي دولت ډله له افغانستانه امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

هغه دا ادعا هم کړې، چې طالب مشران خپل منځ کې پر دې اختلاف لري چې له القاعده شبکې سره د اړیکو د شلولو په اړه د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې ژمنې عملي کړي او که یې سرغړونه وکړي.

خو په وینا یې دا بېخي ښکاره ده چې القاعده هڅه کوي په افغانستان کې ځان فعاله کړي، خو ځینې سختدریځي افغانستان ته له بې کنټروله پولو ورځي چې د امریکا لپاره د هغو د شمېر معلومول ګرانه کار دی.

دی وايي، د اګست له دېرشمې وروسته، چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، امریکا په دغه هېواد کې هېڅ برید نه دی کړی او بریدونو ته استخباراتي معلومات پکار دي.

مکینزي القاعده د طالبانو لپاره هم لویه ستونزه وبلله ځکه چې له دې ډلې سره یې د اوږدې مودې لپاره اړیکې پاللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي