د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي وايي، له افغانستانه د ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال کېنزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، په دې صورت کې به د امریکا هوايي بریدونه کم او خاص وي، هغه هم په هغه صورت کې، چې امریکا او متحدینو ته یې ګوم ګواښ پیدا شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ځواکونو له ایستلو وروسته به هم امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغان هوايي ځواک ته د سلا مشورو تر څنګ به د هغوی د نظامي تجهیزات او وسایل ترمیموي.
دا په داسې حال کې ده، چې جنرال مکېنزي دوه ورځې وړاندې ویلي، و دوی د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته ژمن دي، د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او که اړتیا شوره بېرته به دغه هېواد ته وګرځي.
جمهورخبري آژانس:کابل