جنرال مکېنزي:

د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو، خو هوايي بریدونه کموو

25 جوزا 1400 ساعت 10:10

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي وايي، له افغانستانه د ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي وايي، له افغانستانه د ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال کېنزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، په دې صورت کې به د امریکا هوايي بریدونه کم او خاص وي، هغه هم په هغه صورت کې، چې امریکا او متحدینو ته یې ګوم ګواښ پیدا شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ځواکونو له ایستلو وروسته به هم امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغان هوايي ځواک ته د سلا مشورو تر څنګ به د هغوی د نظامي تجهیزات او وسایل ترمیموي.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال مکېنزي دوه ورځې وړاندې ویلي، و دوی د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته ژمن دي، د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او که اړتیا شوره بېرته به دغه هېواد ته وګرځي.

 جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139794

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139794/

جمهور
  https://www.jomhornews.com