د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ اعلان کړي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پروسه ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولسمشر بایډن د پرېکړې سره سم تر اوسه پورې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو او تجهیراتو د ایستلو په پار سي ۱۷ الوتکو ۹۸۴ پروازونه کړي دي.
سرچینه وايي، په دغه پروازو کې تر ۹۰ سلنې پورې سرتېري او دغه راز له ۱۷ زره زیات د تجهیراتو قطعې د تخریب په موخه د امریکا لوجستکي آژانس ته سپارل شوي دي.
دغه راز په خبرپانه کې ویل شوي، ۷ ودانۍ، چې تر اوسه پورې د امریکايي ځواکونو په واک کې وې، افغان پوځ ته سپارل شوې دي.
د امریکا مرکزي قوماندان ټینګار کړی، چې له افغانستان د ځواکونو ایستلو لړۍ دوام لري، خو د امنیتي دلایلو له امله به نور د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه معلومات نه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل