۰
جوزیف ډانفورډ:

طالبان لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړي او د روزنې مرکزونه لري

پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مخکني قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړي او د روزنې مرکزونه لري.
طالبان لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړي او د روزنې مرکزونه لري
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مخکني قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړي او د روزنې مرکزونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انډیا ټوډې په یوه راپور کې د ډنفورډ له خولې لیکلي، چې طالبان لا هم په سیمه کې د پاکستان او ایران په څېر ملاتړي او په دغه هېوادونو کې مرکزونه فعال دي.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی، چې که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو طالبان او نورې ترهګرې ډلې له ۱۳ تر ۱۸ میاشتو ځانونه بېرته په افغانستان کې فعالولی شي چې امریکا، افغانستان او متحدینو ته به یې خطرونه جوړ کړي.

دغه پخواني امریکايي جنرال ټینګار کوي چې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه پرځای پرېکړه نه ده او باید پر هغې بیا کتنه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي