۰

یوناما: د بشردوستانه مرستو په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږو

چهارشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل پاتې کېدو ترڅنګ له اړمنو خلکو سره د مرستې په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی.
یوناما: د بشردوستانه مرستو په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږو
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل پاتې کېدو ترڅنګ له اړمنو خلکو سره د مرستې په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما پرون سه شنبې د زمري ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم افغانستان کې وضعیت ډېر پېچلی شوی، خو په وینا یې بشردوستانه ادارې په افغانستان کې د زیانمن شویو خلکو ملاتړ ته ژمنې دي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د مرستیال ډاکتر راميز الاکبروف له قوله ویل شوي: "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې په ملیونونو اړو خلکو ته دمرستې رسولو او دلته دپاته کيدو په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کوي.

نوموړي زیاته کړې، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي چې کار يې په ځای پورې تړلي ندي په موقت ډول په بل ځای کې ځای پر ځای شوي، خو د بشردوستانه چارو ډير کار کونکي د بشردوستۍ له اصولو سره سم په بې پرې، او خپلواکه توګه د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره پاتې دي.

یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې زیانمن شوي خلک تر بل هر وخت ډيره اړتیا لري او په خبره یې ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه په افغانستان کې له خلکو سره مرستې ته ژمن پاتې دي.

یوناما پر داسې مهال په افغانستان کې پر پاتې کېدو او له اړمنو خلکو سره د مرستې پر ژمنې ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړو له امله د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو راپورونه ورکړل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي