ملګرو ملتونو په افغانستان کې په روان وضعیت سخته اندېښنه ده، ژر تر ژره یې د جګړې د درېدو او د سولې مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش ویلي، چې د بریدونو د درولو وخت راغلی او نور باید جګړه ودرول شي.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د عامو وګړو په سیمو کې له نښتو او جګړو ډډه وکړي.
ګوترېش ټینګار کړی او ویلی یې دي، د دې جدي اړتیا ده چې بریدونه ودرول شي او مذاکرات چټک کړل شي.
ګوتریش وایي د افغانستان د سولې پروسه د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنه ده، خو که کومه ډله د زور له لارې واک ته رسېدل او د جګړو دوام غواړي نو دوی به افغانستان منزوي کړي او ملکي تلفات به لوړ شي.
هغه یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې د جګړو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او روان تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل