ازبیکستان د افغانستان ۴۶ الوتکې چې ۵۸۵ پوځیان یې لېږدول او په غیر قانوني توګه د دې هېواد هوایي قلمرو ته داخلې شوي په ترمز کې په زوره کښیناستو ته اړ کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبیکستان د لوی څارنوالۍ دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي هلیکوپټرې د تېرې یکشنبې او شنبې په ورځو د ترمز په هوایي ډګر کې په زوره کښینول شوي دي.
سرچینه وايي، یوه الوتکې د ازبیکستان له جېټ الوتکې سره چې دغه الوتکې یې بدرګه کولې ټکر وکړ چې په نتیجه کې دواړه الوتکې د ازبیکستان په سرخان دریا ولایت کې راولوېدې.
ویل شوي چې د دواړو الوتکو پیلوټانو کټه پوټ کړی او ژوندي پاتې دي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې ۱۵۸ نور افغان ملکیان او پوځیان د یکشنبې په ورځ پلي پر پوله اوښتي او خاورې ته یې داخل شوي دي.
تاجکستان هم پرون دوشنبې وویل چې د افغانستان دوو پوځي الوتکو ته یې چې له سلو زیات سرتیري یې لېږدول، اجازه ورکړې چې د باختر په ښار کې کېني.
جمهورخبري آژانس:کابل