ازبکستان د افغانستان ۴۶ الوتکې په زور ښکته کړې دي

26 اسد 1400 ساعت 9:47

ازبیکستان د افغانستان ۴۶ الوتکې چې ۵۸۵ پوځیان یې لېږدول او په غیر قانوني توګه د دې هېواد هوایي قلمرو ته داخلې شوي په ترمز کې په زوره کښیناستو ته اړ کړي دي.


ازبیکستان د افغانستان ۴۶ الوتکې چې ۵۸۵ پوځیان یې لېږدول او په غیر قانوني توګه د دې هېواد هوایي قلمرو ته داخلې شوي په ترمز کې په زوره کښیناستو ته اړ کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبیکستان د لوی څارنوالۍ دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي هلیکوپټرې د تېرې یکشنبې او شنبې په ورځو د ترمز په هوایي ډګر کې په زوره کښینول شوي دي.

سرچینه وايي، یوه الوتکې د ازبیکستان له جېټ الوتکې سره چې دغه الوتکې یې بدرګه کولې ټکر وکړ چې په نتیجه کې دواړه الوتکې د ازبیکستان په سرخان دریا ولایت کې راولوېدې.

ویل شوي چې د دواړو الوتکو پیلوټانو کټه پوټ کړی او ژوندي پاتې دي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې ۱۵۸ نور افغان ملکیان او پوځیان د یکشنبې په ورځ پلي پر پوله اوښتي او خاورې ته یې داخل شوي دي.

تاجکستان هم پرون دوشنبې وویل چې د افغانستان دوو پوځي الوتکو ته یې چې له سلو زیات سرتیري یې لېږدول، اجازه ورکړې چې د باختر په ښار کې کېني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 141761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com