د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو یو ځل بیا ټینګار کړي، چې طالبانو ډاډ ورکړی، چې دوی او متحدینو ته به یې ګواښ نه جوړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شویګو زیاته کړې، چې له تاجکستان او ازبکستان سره د افغانستان بندرونه د طالبانو په ولکه کې دي.
که څه هم دغه چارې له امنیتي پلوه مسکو اندېښمن کړی خو دفاع وزیر یې وايي، طالبانو ژمنه کړې ده چې له دغو بندرونو څخه به هغه لوري ته نه وراوړي او د دوی لخوا د پخواني شوروي متحدینو ته ګواښ متوجه نه دی.
د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړي، چې دوی به له خپلو ملګرو سره ګډو پوځي مانورونو ته هم دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان والري ګراسیموف ویلي چې دوی د افغانستان په ګاونډ کې د خپلو متحدینو د امنیت خوندیتابه لپاره اړین تدابیر نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل