د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو خبرداری ورکړی، کې که نړیوال د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه ونه کړي ښايي دا هېواد کورنۍ جګړو ته ولاړ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شویګو ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په پایله کې په دغه هېواد کې د یو باثباته حکومت په جوړولو کې پاتې راغلې ده.
ریانوسټي نیوز د شویګو له قوله زیاته کړې، چې په افغانستان کې د وروستیو لاسته راوړنو ساتنه د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو او دغه راز سازمانونو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د هغه په وینا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته احتمال لري چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې بیا پیل شي او دا چاره به د دې سبب شي چې ډله ییز مهاجرت او ګاونډیو هېوادونو ته افراطیت خپور شي.
د روسیې دفاع وزیر دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی او په ځینې ولایتونو کې یو شمېر خلکو د دغې ډلې پر ضد د جګړې اعلان کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل