۰

غزني، کندهار، اروزګان او فاریاب کې د طالبانو بریدونه مات خو بدخشان یې نیولی

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۵
وسله والو طالبانو د غزني، کندهار، اروزګان، فاریاب او بدخشان په مرکزونو بریدونه کړي، خو ځایي چارواکي وايي، د طالبانو بریدونه یې په شاه تمبولي دي.
غزني، کندهار، اروزګان او فاریاب کې د طالبانو بریدونه مات خو بدخشان یې نیولی
وسله والو طالبانو د غزني، کندهار، اروزګان، فاریاب او بدخشان په مرکزونو بریدونه کړي، خو ځایي چارواکي وايي، د طالبانو بریدونه یې په شاه تمبولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د دغه ولایتونو په مرکزونو بریدونه پیل کړی و، چې تر سهار پورې جګړه روانه او په ځینو سیمو کې لا هم جګړه ده.

د غزني چارواکي وایي، طالبانو له پرون راهیسې پر ښار د څلورو خواو څخه بریدونه پیل کړي و، چې د افغان ځواکونو له خوا د ماتې سره مخ او په شاه وتمبول شول.

چارواکي وايي، په جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت د کندهار چارواکي وايي، طالبانو یو ځل بیا په ښار بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.

چارواکو زیاته کړې، چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

بل خوا د اروزګان والي محمد عمر شیرزاد وایي، طالبانو تېره شپه پر ترینکوټ ښار د طالبانو بریدونه د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو له سخت مقاومت سره مخ شو او طالبان بېرته شاتګ ته اړ شول.

ده ویلي، په دغه برید کې ۴ تنه طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان شوي دي او ۱۵ تنه نور د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، ولسي پاڅون شوی او قومي مشرانو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې پر دغه ښار دې برید نه کوي، کنې له سختې ماتې سره به مخ شي.

په ورته وخت کې د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، په میمنه ښار د طالبانو په بریدونو کې ۹ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

دی وایي، یو امنیتي سرتېری هم په جګړه کې وژل شوی خو ولسي خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی او طالبان پر شاه تمبول شوي دي.

خو بل خوا سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار نیولی دی.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت پخوانی استازې فوزیه کوفي نن په یوه ناسته کې تایید کړه، چې فیض آباد ښار وسله والو طالبانو نیولی دی.

نوموړې پر طالبانو غږ وکړ، چې ملکي خلکو او عامه تاسیساتو ته زیان ونه رسوي او بشري حقونو ته د درناوی وکړي.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې، د بغلان، تخار، سمنګان، جوزجان، سرپل، نیمروز او فراه ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

خو افغان چارواکي وایي، د فراه ولایت مرکز یې بېرته له طالبانو نیولی دی.

جمهور خبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي