۰

جرمني د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده

سی شنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۷
د جرمني دفاع وزیرې انګرېټ کرمپ کارنباور افغانستان کې اوسنۍ روان وضعیت تریخ، ځورونکی او د اندېښنې وړ بللی دی.
جرمني د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده
د جرمني دفاع وزیرې انګرېټ کرمپ کارنباور افغانستان کې اوسنۍ روان وضعیت تریخ، ځورونکی او د اندېښنې وړ بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کارنباور دا اندېښنه په یوه ټوېټ کې وروسته له هغې ښودلې، چې طالبانو په تېرو درې څور ورځو کې د کندوز په ګډون ځینې ولایتونه نیولي دي.

نوموړي ویلي، چې په کندوز او ټولو افغانستان کې وضعیت خراب دی، خو دا ناسمه ده، چې جرمني ځواکونه به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

هغې زیاته کړې، چې د طالبانو د ماتولو لپاره به افغانستان کې یوې اوږدې او سختې جګړې ته اړتیا وي.

د دې په وینا که د جرمني ټولنه او پارلمان نه شي کولای ډېر ځواکونه افغانستان ته واستوي، نو له دې هېواده د جرمني او نورو متحدو ځواکونو د وتلو پرېکړه پرځای وه.

د یادونې ده، چې د جرمني ډېر ځواکونه په کندز کې ځای پرځای وو، له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو بهیر په جون میاشت کې بشپړ کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي