۰
افغان حکومت:

طالبان په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پر مخ وړي

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۲
افغان حکومت یو ځل بیا په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر پاکستان واچوله وايي، د دغه جګړې تر شاه د پاکستان مستقیم لاس دی.
طالبان په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پر مخ وړي
افغان حکومت یو ځل بیا په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر پاکستان واچوله وايي، د دغه جګړې تر شاه د پاکستان مستقیم لاس دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، طالبان په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه مخ ته بیايي او دغه ډله د پاکستان د یوې منظمې دستګاه له خوا جګړې ته هڅول کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري پرون رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي« له پاکستانه په زرګونو افراطي وسله وال افغانستان ته اوښتي او دا لړۍ روانه ده، د طالبانو روزنه، تمویل او هڅونه په پاکستان کې د یوې منظمې دستګاه له خوا کېږي.»

نوموړي ټینګار کړي، چې د کره استخباراتي راپورونو له مخې تر لسو زرو ډېر افراطي وسله وال له پاکستانه، افغانستان ته اوښتي او پنځلس زره نور افغانستان ته د تګ لپاره هڅول کېږي.

محمد امیري ویلي، طالبانو له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي او د یو بل تر څنګ د امنیتي او فاعي ځواکونو پر خلاف جنګېږي.

همدا نن ولسمشر غني هم په یوه غونده کې یو ځل بیا یادونه وکړه، چې په دې وروستیو کې له پاکستانه ۱۰ زره جنیګالي افغانستان ته راغلي او دلته یې د جګړې تر څنګ چور او تالان ګډ کړی دی.

خو پاکستان او طالبانو تل دا ډول څرګندونې رد کړې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپله جګړه وبلله او له پاکستان، القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره یې د طالبانو د ارتباط موضوع رد کړې ده.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم له یوې امریکايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، پاکستان له طالبانو سره مرسته نه کوي او له دغه ډلې سره د آی اېس آی اړیکې نشته دي.

خان په افغانستان کې د جګړې پړه پر امریکا اچولې زیاته کړې یې ده، چې امریکا تل په افغانستان کې تېروتنې کړې چې له همدې امله یې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې ته لار پرېښوده.

 ده زیاته کړې، امریکا هغه وخت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې، چې نور له افغانستانه په وتلو دي او اوس طالبان داسې انګېري، چې د جګړې ګټونکي دي، نو ځکه دغه ډله افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته نه تیارېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي