په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن کې افغان سفارت نن سه شنبې د زمري ۵ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې مېرمن راز نن رسمآ خپل کار پیل کړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، مېرمن عادلې راز نن په رسمي توګه په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نوې ټاکل شوې سفیرې په توګه خپله لومړۍ کاري ورځ پیل کړه.
سرچینې زیاته کړې د سفارت او د قونسلګرۍ څانګې له ډيپلوماټانو او سیمه ایز کارکوونکو سره په کتنه کې، پر ګډ کار او هغه مهم مسؤلیت چې سفارت یې پدې حساس وخت کې ترسره کوي، ټینګار وکړ.
د یادونې ده، چې عادله راز تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وه او تر دې وړاندې رویا رحماني په واشنګتن کې د افغانستان سفیره وه.
جمهورخبري آژانس:کابل