په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلي نبنزیا یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر سیاسیتونو نیوکه کړې او دغه سیاستونه یې ناکام بللي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه روسیې دیپلومات ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا سیاسي او بشردوستانه سیاسیتونو ماته خوړلې او ناکام دي.
نوموړي د اتریش پلازمینه وین کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې امریکا د خپلو غلتو سیاسیتونو پر اساس د افغانستان پانګه کنګل کړې ده.
د روسیې استازی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم امریکا د افغانستان څه باندې ۹ میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه.
که څه هم طالبانو او ځینې نورو هېوادونو په وار وار له امریکا غوښتي، چې د افغانستان پانګه خوشې کړي، خو امریکا وایي، تر چې طالبانو ټول شموله حکومت نه وي جوړ کړی، ښځو ته یې د تعلیم اجازه او بشري حقونه نه وي خوندي کړي او له امریکا سره یې کړې ژمنې نه وي عملي کړې، پانګه به خوشې نه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل