په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نبنزیا وايي، امنیت شورا دا مهال نه غواړي، د طالبانو پر ضد د بندیزونو پر لغوه کېدو غور وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون چهارشنبې د وږي ۳۱ مه په تازه څرګندونو کې ټینګار کړي، چې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو مسله د اوس لپاره په دې شورا کې د بحث په اجنډا کې شامله نه ده.
نوموړي زیاته کړې، دا ډول پرېکړه باید ناڅاپه او په بیړه ونه شي، د داسې اقدام لپاره موږ باید لومړی د افغانستان حالات په ځیر وڅارو.
دی وایي، سره له دې چې د امنیت شورا کابو ټولو غړيو د افغانستان په اړه د بحثونو په لړ کې په ځلونو ټینګار کړی چې د طالبانو د تحریک له لوري په افغانستان کې له نوي جوړ شوي حکومت سره د راتلونکو اړیکو په تړاو باید ډېر محتاط عمل وشي او په دې اړه په پرېکړه کې له بیړې کار وانه خیستل شی.
په امنیت شورا کې د روسیې د دایمي استازي په باور په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسول دي.
د ده په باور که د بندیزونو پر مسلې غور هم کېږي باید لومړی د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت او د بشري مرستو لپاره د هغو منفي پایلو ته پام وشي.
نوموړی وايي، په دې مسله کې په نورو هیوادونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدا هم شاملېږي ځکه چې دا اقدام د افغانستان د اقتصاد د سقوط سبب کېدای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل