۰
حامد کرزی:

ډېر ژر به د سولې خبرې پیل او یوې پایلې ته ورسېږي

سی شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۱
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، ډېر ژر به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې جدي او پایلې لرونکې خبرې پیل شي.
ډېر ژر به د سولې خبرې پیل او یوې پایلې ته ورسېږي
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، ډېر ژر به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې جدي او پایلې لرونکې خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي، چې نن سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه کابل کې یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې ټینګار وکړ، چې ډېر ژر به یوه توافق ته د رسېدو لپاره د سولې جدي خبرې پیل شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ولس دې په دې ورځو کې مایوسه کوونکو خبرونو باندې زړه نه ماتوي، بلکې باید هیله مند و اوسي.

حامد کرزي زیاته کړه، چې د جګړې اوسنی موج زر تېرېدونکی دی، ځکه دا جګړه پردۍ او د دې پردۍ جګړې څخه د خلاصون لپاره حل لاره پوهاوی، ورورولي او سوله ده.

هغه و ویل«موږ سولې ته رسېږو، تاسو په ډېر ژر په قطر کې د سولې د جدي خبرو د پیلېدو شاهد وی، حوصله وکړۍ، په تدبیر مخ د سولې پر خوا ولاړ شۍ.»

ښاغلي کرزي له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل، چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي، بلکې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره مذاکرات پیل کړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړه، چې د پردیو دسسې روانې دي، چې سوله ونه شي، نو ځکه له حکومت او طالبانو غواړي، چې سوله وکړي.

ده و ویل«دواړه لوري د دې خاورې مالکان دي، بنآ باید سره کېني او وسله وکړي او هېواد له دغه حالته وباسي.»

حامد کرزي پر طالبانو غږ وکړو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې جوړ شوي تاسیسات ړنک نه کړي، ځکه په وینا یې دا د بهرنیو نه بلکې د افغانستان د خلکو دي.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو ټینګار وکړ، چې د ولسوالیو په نیولو سره څه نه شي تر لاسه کولی، بلکې باید سوله وکړي او د خپل هېواد په ارزښت او اهمیت پوه او ترې خبر شي.

نوموړي و ویل، که طالبان راشي او سوله وکړي نو دی به ورسره همکاري وکړي، خو په وینا یې د هېواد برخلیک ټاکل د افرادو په لاس کې نه بلکې د ولس په اراده کې دی.

ښاغلي کرزي د تېرو ۲۰ کلونو په لاس ته راوڼو په ځانګړي ډول جمهوریت،  د خلکو او بیان آزادۍ او امنیتي بنسټونو پر ساتنې ټینګار وکړ.

حامد کرزي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د برخلیک په اړه زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې پوځ، پولیس او ملي امنیت په ډېرو زحمتونو او ستونزو جوړ شوي، نو ځکه باید موږ خپل امنیتي بنسټونه وساتو او ژر د سولې خوا ته لاړ شو.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو تر منځ ناستې پیل شوې دي.

له دې سره تر څنګ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوه ورځې وړاندې قطر ته رسېدلی او نن یې د افغان مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.

بل خوا ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي، چې طالبانو هم نرمښت ښودلی او د ځینو شرطونو په وړاندې کولو سره یې د اوربند پر سر خبرو ته هم چمتوالی ښودلی دی.

دا ټولې کیسې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او هره ورځ دواړو لورو ته په سلګونو انسانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي