۰
کابل کې د امریکا سفارت پخوانی مرستیاله:

د جګړې د شدت ستر لامل طالبانو ته د بهرنیانو له لوري تبلیغاتي فرصت برابرېدل دي

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۶
کابل کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې فور سایمر وايي، افغانستان کې د جګړې د شدت ستر لامل طالبانو ته د بهرنیانو له لوري د تبلیغاتي فرصت برابرېدل دي.
د جګړې د شدت ستر لامل طالبانو ته د بهرنیانو له لوري تبلیغاتي فرصت برابرېدل دي
کابل کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې فور سایمر وايي، افغانستان کې د جګړې د شدت ستر لامل طالبانو ته د بهرنیانو له لوري د تبلیغاتي فرصت برابرېدل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن فور سایمر زیاته کړې، چې د جګړې د شدت بل لا هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تګلاره کې د ډېرو مسایلو ناڅرګندوالی دی.

نوموړې په یوه تازه مرکه کې ویلي، د بایډن د حکومت مسوولیت و چې په افغانستان کې یې لومړی جګړه ختمه کړې وای او بیا یې د سرتېرو د ایستلو لړۍ پيل کړې وای.

دغه پخواني امریکايي ديپلوماتې ویلي، دا مهال افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ دی او مسوولیت یې هم د بهرنیانو بې پروایو ته راګرځي.

مېرمن فور سایمر ټينګار کړي، چې نړیوال په تېره ناټو او امریکا باید د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې وروستی وضعیت په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي