د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، د ښاغلي غني او ښاغلي رحمان تلېفوني خبرې پرون شوې او دواړه لوري د هغو افغانانو په هکله چې تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو «د ظلم او تاوتریخوالي» له امله دغه هیواد ته ورغلي، خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پر رامنځته شوي وضعیت اندېښنه وښوده.
ولسمشر غني د افغانانو پر وړاندې د تاجکستان د ښه نیت قدرداني کړې، او ټینګار یې کړي، چې افغان دولت د خپلو هېوادوالو پر وړاندې مسؤل دی او ژر به دوی ته د رسیدنې په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تاجک چارواکو ویلي، د افغانستان له بدخشان ولایته له درې سوه زیات افغان سرتیري پر پوله اوښتي او د دې هېواد خاورې ته ننوتي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د معلوماتو له مخېو تاجک چاروکو د بشر پالنې اصولو او ښه ګاونډیتوب ته په پام دغو سرتیرو ته اجازه ورکړه چې د تاجیکستان خاورې ته داخل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل