۰
افغان چارواکي:

افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د پاکستان جګړه ده

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
د افغان حکومت یوه مطبوعاتي مسوول دواخان مینه پال ویلي، په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه په واقعیت کې د پاکستان جګړه ده.
افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د پاکستان جګړه ده
د افغان حکومت یوه مطبوعاتي مسوول دواخان مینه پال ویلي، په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه په واقعیت کې د پاکستان جګړه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حکومت د رسنیو د مرکز مشر آزادۍ رادیو ته ویلي، پاکستان په دې ډول غواړي طالبان واک ته ورسوي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، د طالبانو روان جنګ بې له شکه د پاکستان په ملاتړ روان دی او دغه هېواد د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي، چې واک ته یې ورسوي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ډول دا خبره رد کړې او ویلي یې دی، چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د دوی نظامي فعالیت دا ښکاره کوي، چې دغه ډله په افغانستان کې د ننه ده.

مجاهد ویلي، چې د دوی جګړه نه د پاکستان کار دی او نه د کوم بل بهرني جهتت.

طالب ویاند دا خبرې پر داسې مهال ردوي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید څو ورځې وړاندې تایید کړه، چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې دي.

نوموړي ویلي و، د طالبانو ټپیان هم د درمنلې لپاره پاکستان ته وروړل کېږي او ان مړي یې هم په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي.

تر رشید وروسته د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان هم ویلي و، چې په پاکستان کې د افغان طالبانو حضور د پاکستاني ریاست د افغان پالیسۍ برخه ده.

ولي خان زیاته کړې، چې د پاکستان همدغه پالیسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نسلونو ژوند او روزۍ برباد کړي دي.
 
ایمل ولي خان په خپلو خبرو کې زیاته کړې«موږ صفا خبره کوو، په افغانستان کې هېڅ داخلي جنګ نشته، دا څه چې دي دا د پاکستان مداخله ده.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي