۰

له دې وروسته غیر پوځي کسان په پوځي الوتکو کې نه شي تلای

سی شنبه ۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۲
افغان حکومت د امنیتي ځواکونو الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود کړ وايي، الوتکې به نور په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په خدمت کې وي.
له دې وروسته غیر پوځي کسان په پوځي الوتکو کې نه شي تلای
افغان حکومت د امنیتي ځواکونو الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود کړ وايي، الوتکې به نور په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په خدمت کې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن سه شنبې د چنګاښ ۸ مه په خپله فسبوک پاڼه دا خبر ورکړی دی.

ښاغلي صالح ویلي، نور به هوايي ځواک په بشپړه توګه د طالبانو د ماتولو په خاطر د افغان ځواکونو په خدمت کې وي.

نوموړي لیکلي« طالبانو ته د ماتې ورکولو او په بشپړ ډول د با وقاره او زړورو امنیتي او دفاعي قواو په واک کې د هوايي ځواک د ورکولو په هدف، الوتکو ته د غیر پوځي افرادو او اغازاده ګانو لاسرسۍ محدود کړی شوی دی.»

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دا یو له معقولو او مسلکي پریکړو څه ده چې په وینا یې د وضعیت له ژورې او دقیقې ارزیابۍ وروسته شوې ده.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د افغان حکومت یو شمېر ملکي چارواکو د افغان هوايي ځواک له هلیکوپټرو څخه په استفادې ځینو سیمو ته سفرونه کول چې د خلکو لخوا له انتقادونو سره مخ کېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي