۰

پاکستان د عثمان کاکړ په جناره کې د افغان پلاوي د ګډون مخنیوی کړی

پنجشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۰
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، دوی غوښتل په خپل استازیتوب د ملي امنیت شورا یو پلاوی د عثمان کاکړ جنازې ته واستوي خو د پاکستان حکومت یې مخه نېولې ده.
پاکستان د عثمان کاکړ په جناره کې د افغان پلاوي د ګډون مخنیوی کړی
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، دوی غوښتل په خپل استازیتوب د ملي امنیت شورا یو پلاوی د عثمان کاکړ جنازې ته واستوي خو د پاکستان حکومت یې مخه نېولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی غوښتل، د افغان حکومت او ولس په استازيتوب د ملي امنيت د سلاکار مرستيال سرور احمدزی او د قبايلو چارو وزير محب الله صميم د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون لپاره ولېږي؛ خو پاکستان يې مخنيوی کړی دی.

د یادونې ده، چې د پښتون سیاستوال عثمان خان کاکړ جنازه پرون چهارشنبه د چنګاښ ۲ مه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ ته رسول شوې او هلته يې د جنازې مراسم ترسره شوي دي.

د شهید کاکړ په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، محسن داوړ، او محمود خان اڅکزی هم جنازې ته ورغلي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دغه مراسم کې یوه خو پخه خبره وکړه او ویې ویل، چې غلام قومونه به تل همداسې جنازې په اوږو وړي.

هغه پر پښتون غږ وکړ، چې د خپلو حقولو او د ظلم څخه د خلاصون لپاره سره راټول شي او نور د ظالم پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

د کاکړ په جنازه کې سیاستوال محمود خان اڅکزي هم په خپله وینا کې تور پورې کړ چې د نوموړي په وژنه کې د پاکستان ای اېس ای لاس لري.

هغه و ویل«د شهيد عثمان خان پېښه د تشدد پېښه ده کور ته يې يو کس او بيا نور کسان ننوتلي او دئ يې په خپل کور کې شهيد کړئ زمه واره يې ISI او MI دي.»

عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې تر یوې مرموزې پېښې وروسته د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

عثمان خان کاکړ یو له هغو سیاستوالو څخه و چې په لر او بر یې زړه خوږېده او تل یې د پښتون د حق غوښتنې نارې وهلې او ټول ژوند یې د دغه ټبر د حق ترلاسه کولو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.

د عثمان کاکړ مړینې په لر او بر وطن کې خلک سخت غمجن کړي او په خپلو پیغامونو کې یې د پښتون قام د حقونو لپاره د هغه مبارزه ستایلې ده.
د کاکړ د ټپي کېدو او مړینې په هکله بېلابېل راپورونه ورکول شوي چې ویل کیږي هغه په خپل مرګ نه؛ بلکې وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي چې عثمان کاکړ په خپل طبیعي مرګ نه دی مړ شوی بلکې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ده ته مخکې د یو شمېر کسانو نوملړ ورکړل شوی او ورته ویل شوي وو چې باید ووژل شي.

د هغه په خبره، په دې نوملړ کې د عثمان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ډاکتر سيد عالم محسود او د نامتو سياستوال افراسياب خټک نومونه هم شامل وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي