۰

منظور پښتین: د سر په بیه د خپل قوم او وطن ساتنه کوم

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۶
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوه ستره ولسي غونډه کې د پښتو پر وړاندې د پاکستاني ادارې پر ظلمونو سختې نیوکې کړې وايي، پاکستان له کلونو راهیسې پښتونو سره ظلم روان کړی دی.
منظور پښتین: د سر په بیه د خپل قوم او وطن ساتنه کوم
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوه ستره ولسي غونډه کې د پښتو پر وړاندې د پاکستاني ادارې پر ظلمونو سختې نیوکې کړې وايي، پاکستان له کلونو راهیسې پښتونو سره ظلم روان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پښتین چې پرون چهارشنبې به دته خېل کې سیمه کې یوې پراخې ولسي غونډې ته د خړ کمر او عارف وزیر د تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وینا کوله، د پاکستان ریاست ظالم وباله او ویې ویل، چې له کلونو راهیسې له پښتونو سره ظلم روان دی، خو هېچا د پاکستان پر وړاندې غږ اوچت نه کړ.

د پښتین په وینا د دې غونډې له جوړولو یې موخه یو ځل بیا د پاکستان استخباراتي ادارې ته دا ورپه یادو دي، چې دوی له خپلې مبارزې نه په شاه کېږي او د خپل سر په بیه به د خپل قوم او وطن ساتنه کوي.

هغه و ویل« نن مونږ يوازې د خړ کمر د شهیدانو او سردار عارف وزير یاد نه تازه کوو ،بلکې مونږ د خپل قام سره کړي خپله هغه ژمنه هم تازه کوو چې د خپل سر په بيه به د خپل  قام او وطن ژغورنه کوو.»

ښاغلي پښتین دا هم زیاته کړه، چې پاکستاني استخباراتو د نن غونډې د ناکامولو هڅه هم وکړه خو دوی وتوانېدل چې یوه بریالۍ غونډه تر سره کړي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ یو ځل بیا په ټينګه ژمنه وکړه، چې د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د پښتونو د پرمختګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی.

د یادونې ده، چې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ (د مې۲۱مه) د شمالي وزیرستان دته خېلو سیمې په خړ کمر کې پاکستاني ځواکونو په خلکو ډزې وکړې چې ۱۵ کسان یې شهیدان او نږدې ۵۰ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي