د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس سناتور محمد ولي علیزی د هلمند ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې علیزی د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر د ۵۳۲ ګڼې حکم پر اساس ټاکل شوی دی.
د یادونې ده، چې تر علیزي وړاندې جنرال عبدالنبي الهام د هلمند والي و او محمد ولي علیزی بیا په مشرانو جرګه کې انتصابي غړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل