محمد ولي علیزی د هلمند والي وټاکل شو

19 ثور 1400 ساعت 10:18

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس سناتور محمد ولي علیزی د هلمند ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.


د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس سناتور محمد ولي علیزی د هلمند ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې علیزی د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر د ۵۳۲ ګڼې حکم پر اساس ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، چې تر علیزي وړاندې جنرال عبدالنبي الهام د هلمند والي و او محمد ولي علیزی بیا په مشرانو جرګه کې انتصابي غړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138767

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138767/

جمهور
  https://www.jomhornews.com