۰

امنیتي چارواکي: غزني کې ۶۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۹
ملي دفاع وزرات غزني ولایت کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې د ۶۱ طالبانو د مرګ ژوبلې او ۵۰ شکمن کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
امنیتي چارواکي: غزني کې ۶۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزرات غزني ولایت کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې د ۶۱ طالبانو د مرګ ژوبلې او ۵۰ شکمن کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو وزارتونو نن یکشنبې د غوايي ۱۹مه په جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې افغان ځواکونو پرون د غزني مرکز او ځینو ولسوالیو کې عملیات کړي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې کې چې هوايي ځواک یې هم ملاتړ کاوه، ۴۲ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

پر همدې مهال ملي دفاع وزرات زیاته کړې، چې په عملیاتو کې ۵۰ شکمن کسان هم نیول شوي او د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د طالبانو د مرګ ژوبلې سربېرته د دوی ګڼې وسلې، مهمات، څلور عرادې موټر او ۱۹ عرادې موتر سایکلونه هم تر لاسه یا له منځه وړل شوي دي.
 
دوی وايي، په دې عملیاتو کې په شالېز سیمه کې د چاودېدونکو توکو یو پټنځای هم کشف او له منځه وړل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په جګړه کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او درې نور ټپیان دي، خو دفاع وزرات بیا د خپلو لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي