۰
سیګار:

نړیوال باید له افغانستان سره خپلې ملکي او نظامي مرستې ډېرې کړي

سی شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو وايي، افغانستان لا هم نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته اړتیا لري او له دې پرته افغان حکومت دوام نه شي کولی.
نړیوال باید له افغانستان سره خپلې ملکي او نظامي مرستې ډېرې کړي
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو وايي، افغانستان لا هم نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته اړتیا لري او له دې پرته افغان حکومت دوام نه شي کولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سوپکو له رویټرز خبري آژانس سره تازه مرکه کې ویلي، په جینوا کنفرانس کې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو خپلې مرستې له افغانستان سره کمې کړې او ځینو بیا د سولې په برخه کې له پرمختګونو سره وتړلې چې دا مسئله د افغانستان په زیان ده.

نوموړي ټینګار کړي، چې افغانستان لا هم د نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته اړتیا لري او ان طالبان هم په دې باور دي، چې تر سولې وروسته هم حکومت د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري.

دی وايي، نړیواله ټولنه او له افغانستان سره مرستندویه بنسټونه او هېوادونه باید له دغه هېواد سره خپلې ملکي او نظامي مرستې ډېرې کړي، څو حکومت منظم شي او په دغه هېواد کې نړیوالو ترهګرو ډلو ته د ترهګریزو فعالیتونو ته زمینه برابره نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي