۰

د افغان پوځ لوی درستیز کندهار ته تللی دی

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۷
د افغان پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی دی.
د افغان پوځ لوی درستیز کندهار ته تللی دی
د افغان پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ضیا پرون سه شنبې د سلواغې ۱۴ مه کندهار ته تللی او د دغه ولایت له امنیتي چارواکو سره یې پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي.
 
د ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې د کندهار امنیتي چارواکو له یاسین ضیاء سره نوي امنیتي پلانونه شریک کړل.

سرچینه وايي، ښاغلي ضیاء ټینګار وکړ څو امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه خپلې هڅې چټکې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، دفاعي او امنيتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د کندهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې دښمن ته درانه تلفات اړولي او د هغوی له شتون څخه يې زیاتې سیمي پاکې کړي دي.

یاسین ضیاء داسې مهال کندهار ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي