۰
امرالله صالح:

په جرمي پېښو کې لاس لرونکي دولتي کسان به د تل لپاره خپلې دندې له لاسه ورکړي

سی شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، هغه دولتي کارکوونکي، چې په جرمي پېښو کې لاس ولري د تل لپاره به خپلې دندې له لاسه ورکړي.
په جرمي پېښو کې لاس لرونکي دولتي کسان به د تل لپاره خپلې دندې له لاسه ورکړي
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، هغه دولتي کارکوونکي، چې په جرمي پېښو کې لاس ولري د تل لپاره به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون په کابل کې ۷ جرمي او یوه تروریسي پېښه رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، له بد مرغه په جرمي پېښو کې په یوه کې یو شمېر دولتي کارکوونکو هم لاس درلود، چې په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.

ښاغلی صالح وايي، په دې برخه کې د دوی اصول دا دی، هغه دولتي کارکوونکي، چې په جرمي پېښو کې لاس ولري، سره له دې چې د قانون منګولو ته به سپارل کېږي، بلکې د تل لپاره به خپلې دندې هم له لاسه ورکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، چې یاده موضوع په جدي توګه د ملي امنیت شورا سره په همغږۍ مخ ته روانه ده.

دغه زرا ښاغلي صالح ویلي، چې پرون په یوه ترهګریزه پېښه کې د عبدالحمید په نوم یو ۴۰ کلن جګړن د موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

نوموړی وايي، همدې ته په کتو پولیسو او ملي امنیت ته واضح دنده سپارل شوې، چې له دې وروسته په موټر سایکل د دوه نفرو د سپرېدو مخه ونیسي، ځکه ۹۰ سلنه همدا ډول پېښې د دوپشته موټر سایکل سپرو له خوا کېږي.

ښاغلي صالح ټینګار کړي، چې امنیتي ځواکونه به بې اسنادو موټر سایکلونه مصادره کړي او هغه چې دوه تنه پرې سپاره وي، ترهګریز ګواښ وګڼل شي، نو ځکه خلک باید دا موضوع جدي ونیسي.

په ورته وخت کې ښاغلي صالح ویلي، ملي امنیت ځواکونو پرون ۷ تنه ترهګر او مجرمین چې تر څار لاندې و، په یو لړ عملیاتو کې نیولي دي.

دی وايي، دې عملیاتو کې په شکر دره کې له یوه کور څخه د وسلو سربېره یوه اندازه نظامي لباس هم تر لاسه شوی او د مجرمینو اعترافونه به په لنډو ورځو کې له خلکو سره شریک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي