۰
د ناټو غړي هېوادونه:

افغانستان کې د سولې له روان بهیر ملاتړ ته ادامه ورکوو

شنبی ۱۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
افغانستان کې د سولې له روان بهیر ملاتړ ته ادامه ورکوو
د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ناټو سازمان کې د امریکا استازې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان د ناټو د غړو هېوادونو نظامي چارواکو ته په افغانستان کې د روان ماموریت په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د سولې له روان بهیر ملاتړ څرګند کړی دی او په خبره یې په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر بیا ویلي چې دوی هر ګام په پوره دقت اخلي او ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به له افغان خاورې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ متوجه نه شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي