۰

ولسمشر غني د ناټو غړو هېوادونو سفیرانو سره کتلي

یکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د ناټو غړو هېوادونو سفیرانو سره کتلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه پرون شنبې د زمري ۱۲ مه ماښام په ارګ کې تر سره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په لیدنه کې ولسمشرۍ غني ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت د چمتووالي او د سولې پروسه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپانه کې ویل شوي، ولسمشر د ناټو سفیرانو ته د سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو او په دې برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو سره د شويو بحثونو په اړه، معلومات ورکړل.

د دغې کتنې په پای کې د ناټو غړو هېوادونو سفیرانود افغانستان د سولې پروسې څخه یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي