۰
ټیفا:

ټاکنیزو کمېسیونو د قوانینو په نقض سره د ټاکنو پایلې له بن بست سره مخ کړې

دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۴
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا ادعا کوي، چې ټاکنیزو کمېسیونونو د قوانینو او کړنلارو په نقض سره د ټاکنو پایلې له بن بست سره مخ کړې دي.
ټاکنیزو کمېسیونو د قوانینو په نقض سره د ټاکنو پایلې له بن بست سره مخ کړې
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا ادعا کوي، چې ټاکنیزو کمېسیونونو د قوانینو او کړنلارو په نقض سره د ټاکنو پایلې له بن بست سره مخ کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ مسولانو یادې څرګندونې نن دوشنبې د سلواغې ۱۴ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او له رسنیو سره یې د ټاکنو په تړاو ځینې موندنې او معلومات شریک کړل.

دی و ویل، چې په ټول کې تر ټاکنو وروسته ورته د دواړو کمېسیونونو کارونو د قناعت وړ نه دي او د دوی له خوا د قوانینو او کړنلارو په نقض سره د ټاکنو پایلې له بن بست سره مخ شوې دي.

د ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولان د قوانینو په نقض او د رایو له شمېر سره پر لوبو د افغانستان اوسنۍ سیاسي وضعیت له بن بست سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې د ۳۰۰ زره رایو پر سر د کمېسیونونو د کمېشنرانو تر منځ اختلافات چې په اړه یې له څارونکو بنسټونو او رسنیو سره هم کره معلومات نشته دي، یو بن بست او هغه پلمه ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو روڼتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ده وویل«د ټاکنیزو کمېسیونو د کمېشنرانو غیر مستقیم میلانونه، د وړتیا او پوهې نشتوالی، د ټاکنو له شفافیت سره د نړیوالې ټولنې نه همکاري، د انتخاباتي ټیمونو غیر مستقیم مداخلې، او د کمېشنرانو له خوا د ارقامو سره لوبې هغه څه دي، چې د ټاکنو وضعیت یې د تخنیکي پلوه له ستونزې سره مخ کړی او په رښتیا هم د اندېښنې وړ دی.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمشنرانو کمزورتیا له یوه پلوه او له بل اړخه د داخلي سیاسیونو او نړیوالو همکارانو مداخلې یو له هغو هڅو دي، چې غواړي، د افغانستان ټاکنو ته یو کاذب هویت رامنځ ته کړي.
 
په ورته وخت کې د ټیفا د برنامو مدیرې صغرا سعادت د دغه بنسټ له لوري پر ټاکنو د څلورو میاشتو څار ځینې معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
نوموړې و ویل، چې په تېرو څلورو میاشتو کې د دوی د موندنو پر اساس یو ځل اساسي قانون، ۱۷ ځلې د ټاکنو قانون او ۲۴ ځلې هم د ټاکنو لوایح او کړنلارې د کمېسیونونو او انتخاباتي ټکټونو له خوا تر پښو لاندې شوي دي.

هغې زیاته کړه، چې د قوانینو د نقض ۷۷ سلنه عاملین د ټاکنو کمېسیون، ۱۱ سلنه د شکایتونو کمېسیون او ۱۱ سلنه هم ټاکنیز ټکټونه دي.

د مېرمن سعادت په وینا د دوی موندنې دا هم ښيي، چې د رای ورکوونکو د لېست او کارول شویو رایو تر منځ هم لوی توپیر وجود لري او ښيي، چې کارول شوې رایې د رای ورکونکو تر لېست زیاتې دي.

هغه دا هم یادوي، چې تر اوسه پورې د ټاکنو کمېسیون له خوا د رایې ورونکو د محلونو د شمېر کره او روښانه معلومات هم نه دي ورکړل شوي او همدا لامل دی، چې د ۲۴۲۳ محلونو په اړه معلومات نشته، چې له کومه ځایه په جمع بندۍ کې داخل شوي او د شکایتونو کمېسیون هم تر اوس د هغو په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي