۰

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) د ټاکنو په اړه اندېښنه لري

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۳
د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ یا ټیفا د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنو په اړه اندېښه څرګنده کړه.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) د ټاکنو په اړه اندېښنه لري
د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ یا ټیفا د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنو په اړه اندېښه څرګنده کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي ستونزې، سیاسي کړکېچ، د سیاسي ګوندونو دریځونه، تخنیکي ستونزې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئیس او کمېشنرانو ترمنځ کړکېچ هغه څه دي، چې دوی یې د ټاکنو په اړه اندېښمن کړي دي.

د ټيفا مشر محمد نعیم ایوب زاده  نن پنشنبې د وږي ۲۲ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې  که راتلونکې ټاکنې ترسره هم شي ګڼې ستونزې به ولري.

هغه زیاته کړه«موږ ډېر اندېښمن یو که په ځانګړي ډول دغه درې مسلو د انتخاباتو د امنیت برابرول، د انتخاباتو لپاره سیاسي تفاهم او د انتخاباتو په وړاندې تخنیکي ستونزو ته پام ونه شي، نو په دغه ډول حالاتو کې انتخاباتو ته تګ به ډېرې ستونزې پیدا او شاید افغانستان د بحران پر خوا بوځي.»

دغه راز نوموړي و ویل، چې په لویو ولایتونو کې د ناامنیو وروستیو پېښو د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې دوی اندېښمن کړي نو ځکه له امنیتي بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې هلې ځلې تېزې کړي.

ښاغلی ایوب زاده وايي په لویو ولایتونو کې د ناامنیو وروستیو پېښو د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې دوی اندېښمن کړي نو ځکه له امنیتي بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې هلې ځلې تېزې کړي.

نوموړی وايي، د بنسټ د موندونو له مخې د راتلونکو ټاکنو لپاره چې کوم ډول پکار ده چمتووالی نه دی نیول شوی.

د هغه په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په زیاتره مسایلو کې د حکومت په لارښوونو عمل کوي او د انتخاباتو د څار بنسټونو وړاندې شویو طرحو ته هیڅ ډول پاملرنه نه کېږي.

د ټيفا مشر وايي، کمېسیون باید د بایو میټریک په سیستم د انتخاباتو د نه ترسره کېدو په اړه سیاسي احزابو ته قناعت ورکړي ترڅو یاده ستونزه حل شي او د انتخاباتو ترسره کېدو ته لاره حواره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي