۰

ناټو: د سولې خبرو د بریا لپاره باید اوربند وشي

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونتیکورو وايي، د سولې د روانو مذکراتو د بریا لپاره اوربند اړین او مهم دی.
ناټو: د سولې خبرو د بریا لپاره باید اوربند وشي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونتیکورو وايي، د سولې د روانو مذکراتو د بریا لپاره اوربند اړین او مهم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پونتیکورو دغه څرګندونې پرون دوشنبې د مرغومی ۲۲ مه ناوخت مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره جلا جلا کتو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، ناټو د مذاکراتو له دواړو لورو غواړي، چې د خبرو د بریا او تل پاتې سولې د رامنځ ته کېدو لپاره په اوربند موافقه وکړي او جګړه بنده کړي.

په ورته وخت کې د ناټو غوڅ ملاتړ مامویت په یوه ټوېټ کې د پونتیکورو له قوله ویلي، په دې ناسته کې په دوحه کې د سولې پر روان مذاکراتو او د سولې له پروسې د ناټو د ملاتړ پر دوام هم خبرې وشوې.

ناټو پر داسې مهال یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې دي.

دوی د شبنې په ورځ په لومړنۍ غونده کې د اجنډا پر ترتیب او توحید خبرې کړې وايي، بحث په خورا ښه فضا کې تر سره شوو، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي