۰

قطر د افغانستان په سوله او پرمختګ کې د همکارۍ ژمنه کړې

پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
لوړ پوړو قطري چارواکو له افغان سفیر سره خبرو کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې همکاري کوي.
قطر د افغانستان په سوله او پرمختګ کې د همکارۍ ژمنه کړې
لوړ پوړو قطري چارواکو له افغان سفیر سره خبرو کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې همکاري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو او اوقافو وزیرانو په جلا جلا ډول په قطر کې د افغانستان له سفیر سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي او هڅه کوي، د افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې همکاري ډېره کړي.

بل خود د قطر د اوقافو وزیر ویلي، دوی به افغان زده کوونکو ته په قطر کې زده کړو لپاره د بورسیو په برابرولو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت په قطر کې د افغانستان سفارت وایي چې قطر به ډېر ژر افغان سوداګرو ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.

دغه راز سفارت دا ویلي، چې قطر به په نږدې راتلونکو کې د افغان دیني عالمانو لپاره ځانګړي روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي