قطر د افغانستان په سوله او پرمختګ کې د همکارۍ ژمنه کړې

10 دلو 1398 ساعت 9:30

لوړ پوړو قطري چارواکو له افغان سفیر سره خبرو کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې همکاري کوي.


لوړ پوړو قطري چارواکو له افغان سفیر سره خبرو کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې همکاري کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو او اوقافو وزیرانو په جلا جلا ډول په قطر کې د افغانستان له سفیر سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي او هڅه کوي، د افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې همکاري ډېره کړي.

بل خود د قطر د اوقافو وزیر ویلي، دوی به افغان زده کوونکو ته په قطر کې زده کړو لپاره د بورسیو په برابرولو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت په قطر کې د افغانستان سفارت وایي چې قطر به ډېر ژر افغان سوداګرو ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.

دغه راز سفارت دا ویلي، چې قطر به په نږدې راتلونکو کې د افغان دیني عالمانو لپاره ځانګړي روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124545

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124545/

جمهور
  https://www.jomhornews.com